پوسټ کوډ ۲۱۷۶۱۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۰:۳۶

د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو پیل شو

په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو پیل شو.

د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ ۵مه، یعنې تېره سې شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لورو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته پرون چهارشنبه مقدماتي غونډه وکړه.

د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبه پیلېږي.

اغلې انوري زیاتوي: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرو دوهم پړاو د یوې مقدماتي غونډې په ترڅ کې پیل شو، داسې پرېکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څېړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار پيل کړي."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا پر ټویټر ورته خبر خپور کړی دی.

دواړو خواوو د لومړي پړاو خبرو پر مهال چې درې میاشتې وخت‌یې ونیوه، د بین‌الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.

د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي، دې پړاو خبرو کې پر اوربند، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement