پوسټ کوډ ۲۱۷۵۵۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۷ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۲:۵۳

قانون پر چا رحم نه کوي؛ د فاسدو چارواکو او قاچاقبرانو د محکمې لړۍ پیل شوې!

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد لوړپوړي چارواکي، قاچاقبران او قانون ماتوونکي محکمو ته وړاندې شوي دي.

د یادې ادارې په خبره په روان ۱۳۹۹ کال کې د اداري فساد ۱۸.۳ قضیې څېړلي دي او ورته یې بشپړه رسیدګي کړې ده. د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور اړوند دي چې په خبره یې له دې ډلې یې ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې استېناف څارنوالیو، ۴۰۳ قیضې په کابل او ۲۷۸ نورې یوازې په کابل کې له درنو جرمنو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.
رسولي زیاته کړه چې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې کړي دي؛ خو زیاتوي چې ۱۴۶ نورې قضیې دا مهال تر څېړنو لاندې دي. د لویې څارنوالۍ ویاند دغه راز وویل چې افغانستان کې نور د معافیت فرهنګ مخ په ختمېدو دی او په خبره یې د هغو یو شمېر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي، لویه څارنوالي به یې بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ په روانه میاشت کې د رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو د نیول کېدو د خبر ورکولو سربېره؛ د رشوت غوښتلو په تور د عامې روغتیا وزارت د څلورو مامورینو د نیول کېدو خبر هم ورکړ، خو تر دامهاله یې په اړه بشپړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د یادولو ده چې عامې روغتیا وزارت کې د اداري فساد په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د یاد وزارت وزیر هم د ولسمشر لخوا له دندې څخه لرې کړل شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement