- 0 څرګندونه
- چاپ
ننګرهار کې د داعش ډلې ماین جوړونکی وژل شوی دی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت مومندرې ولسوالي کې د داعش ډلې یو ماین جوړوونکی وژلی دی.
د ننګرهار والی ضیاالحق امرخیل نن (چهارشنبه، ۱۷ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار مومندری ولسوالي «غزګې» سیمه کې دوه بیلا بیل عملیات ترسره کړي.
د ښاغلي امرخېل په وینا، دې عملیاتو کې د «خادم» په نوم د داعش ډلې یو تن ماین جوړونکی د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او بل تن سیف الرحمان چې د یادې ډلې لپاره د ماینونو په برخه کې یې زمینه سازي کوله امنیتي ځواکونو نیولی .
د ننګرهار والي دغه راز وایي، د وژل شوي کس څخه یو میل کلاشنکوف، دوه بریټا تفنګچي او ځینې مهم پاکستانې اسناد ترلاسه شوي.
امرخیل زیاتوي: «ملی امنیت تیره شپه ملي مومندرې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې یو غړی وژلی او یو بل یې ژوندی نیولی دی.»
د یو بل خبر له مخې ملي امینت د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه فعال غړي نیولي دي.
تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.