پوسټ کوډ 217503
نیټه خپرول: سه شنبه 16 مرغومی 139914:17

بلخ کې د هدفي وژنو او نا امنیو پراختیا په تړاو اندېښننې

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د هدفي وژنو، سړي تښتونو او نا امنیو پراختیا په تړاو اندېښنه لري او وايي چې دې وروستیو ورځو کې دوو کسانو په دغو بریدونو کې ژوند بایللی دی.

وروستیو پېښو کې تېره ورځ(دوشنبې د مرغومې په ۱۵مه نېټه) د پولیسو یوه افسر او یک شنبې ماسختن هم یوه قومي مشر هدفي بریدونو کې ژوند بایلود.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، حلیم وايي:«هره ورځ چاودنه، وهل، مړه کول، غلا، چور او  چپاول ډېر دی.»

د جهادي پخواني قومندان زوی، قدرت الله چې پلار یې دوې ورځې مخکې یوه برید کې ژوند بایلود، وايي:«له دولته غواړم چې قاتلان پیدا کړي.»

د بلخ ولایت اوسېدونکي حکومت د جنايي جرایمو مخنوي کې ناکام بولي.

د بلخ اوسېدونکی، خواجه شریف صدیقي وايي:«له کاڼې غږ پورته کیږي، خو له حکومته نه، د امنیت تامین لپاره هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

مخکې له دې د بلخ ولایتي شورا یوه غړي طلوع نیوز ته ویلي و چې دغه ولایت کې کابو پنځه زره غیرقانوني وسله وال شته، او اوس د بلخ د مدني ټولنو رییس هم څرګندوي چې ډېرې جنايي پېښې د ناقانونه وسله والو لخوا کیږي.

له همدې حال کې د بلخ پولیس تېره یوه میاشت کې د جنايي جرایمو په تور د ۹۷کسانو له نیولو خبر ورکوي.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي:«موږ یو منظم  امنیتي پلان لرو، هغو سیمو کې چې امنیتي اندېښنې شته، هلته ګرځنده ګزمه کوي.»

له بلې خوا کابو یوه میاشت کېږي چې بلخ کې د نهه کلن ماشوم، عبدالرووف تښتونې په تړاو اعتراض کوونکو د بلخ ولایت مقام مخې ته خیمه وهلې، خو د تښتونې له وخته راهیسې چې کابو دوې میاشتې تېریږي د یاد ماشوم برخلیک په تړاو کوم مالومات نشته.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement