- 0 څرګندونه
- چاپ
افغان کرکټ لوبډله ایرلنډ سره د لوبو لپاره اماراتو ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبه جنوري ۵ (مرغومی۱۶) د عمان پر ځای، متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلې دوه اونۍ وروسته درې نړیوالې یوې ورځینۍ لوبې تر سره کړي.
له دې مخکې په پام کې وه چې د کرونا ویروس د لګېدلي بندیزونو له کبله د متحده عربي اماراتو پر ځای عمان کې دغه لوبې ترسره شي خو د کرکټ بورډ په وینا دغه پرېکړه تېره ورځ بدله شوه.
یادې لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي.
له هغه وروسته چې نړۍ او افغانستان کې کرونا ویروس خپور شو د نورو څانګو تر څنګ ورزش او په ځانګړې توګه د کرکټ لوبې هم ټکنۍ شوې.
د کرونا وبا خورېدو او د شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله په یوې نړیوالې لوبې کې سیالي کوي.
له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.