پوسټ کوډ 217488
نیټه خپرول: سه شنبه 16 مرغومی 139912:47

دانش: له اساسي قانون سره د طالبانو مخالفت د نظام پرځول دي

د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش د افغانستان له اوسني اساسي قانون سره د طالبانو مخالفت د نظام پرځولو په مانا بولي.

ښاغلي دانش چې نن(سې شنبې د مرغومې په ۱۶مه نېټه) دانش د هېواد اوسني اساسي قانون تصویب ۱۷مې کلیزې غونډه کې خبرې کولې وویل چې له دغه اساسي قانون سره د طالبانو مخالفت موخه د اوسني نظام پرځول دي.

هغه زیاته کړه:«سیمه کې د هېڅ  اسلامي هېواد اساسي قانون هغه غوراوي نلري چې د افغانستان اساسي قانون کې په ښکاره راغلي دي.»

د دانش په خبره د نظام یادونه هغه ارزښتونه دي چې په اساسي قانون کې راغلي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال څرګندوي چې سیمه کې د هېڅ  اسلامي هېواد اساسي قانون هغه غوراوي نلري چې د افغانستان اساسي قانون کې په ښکاره راغلي دي او باید چې دغه قانون د سولې د بهیر قرباني نشي.

ده د سولې بهیر کې د مؤقت حکومت طرحه هم د اوسني نظام د پرځولو په مانا بولي او زیاتوي چې د مؤقتې ادراې مطرح کېدل یوه کس او یا کسانو ته د مسوولیت ورکړه نه، بلکې د اوسني نظام د درېیو قواو په شا کول دي.

دانش د هېواد د اوسني اساسي قانون لغو کول د ملي ګټو خلاف او د بې ثباتیو پیل بولي. دی زیاتوي چې د اوسني نظام قرباني کول خلکو ته د منلو نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي ویلي و له طالبانو سره د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې به د هېواد د راتلوونکي نظام د څرنګوالي په هکله وي.

له دې ډلې د سولې مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ څرګنده کړې وه چې طالبان دیني بهیر نه دی او د مذاکراتو په دویم پړاو کې، دیني او سیاسي بحثونه به نه وي او یوازې په راتلوونکي حکومت کې د واک د وېش په اړه به بحث وي.

د سولې د مرکچي پلاوي دغه غړی زیاته کړې وه له طالبانو سره په  درې میاشتنۍ مذاکرې کې دې پایلې ته رسېدلی دی چې طالبان هېڅ مثبت بدلون نه دی کړی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور ویلي و:"وې ویل چې طالبانو بدلون کړی. وې ویل چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي. زما پېژاند او ارزونه دا ثابتوي چې د طالبانو ذهنیت هېڅ ډول بدلون نه دی کړی."

ښاغلي منصور څرګنده کړې وه چې د طالبانو اصلي پرېکړه کوونکي د هغوی سیاستوال نه بلکې د دې ډلې جنګیالي دي او طالبان د حکومت او جمهوریت په نوم څه نه پېژني.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement