پوسټ کوډ 217474
نیټه خپرول: سه شنبه 16 مرغومی 139910:49

د اندونیزیا ولسمشر، د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اندونیزیا هېواد ولسمشر له افغان جمهور رئیس غني سره په تيلیفوني خبرو کې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ سربېره د علماوو د نړیوالې اجماع دوامداره همکاریو د مرستې ژمنه وکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره ټلیفوني خبرې کړي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اندونیزیا ولسمشر د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اشارې، له سولې پروسې څخه د علماوو  نړیوالې دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه وکړه.  د ارګ خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا هم بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سولې دوهم پړاو خبرو په موخه د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن د قطر پلازمېنې دوحې په لوري وخوځېد.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement