پوسټ کوډ 217414
نیټه خپرول: دوشنبه 15 مرغومی 139911:20

د طالبانو خبرداري ته د امریکايي ځواکونو غبرګون

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړي څخه د امریکايي لورې د سرغړونې په اړه د طالبانو ادعا حقیقت نه لري.

وسله والو طالبانو په ننګرهار، هلمند او کندهار کې امریکايي ځواکونه د هوایي بریدونو د تر سره کېدو له امله د دوحې له تړون څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن دوشنبه جنورۍ ۴( مرغومې ۱۵) پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو خبرداري ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکايي سرتیرو دریځ ثابت دی چې په وینا یې د طالبانو د بریدونو پر مهال به د افغان ځواکونو دفاع کوي.

 

هغه زیاته کړې چې امریکايي لوری یو ځل بیا د ښکېلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره د مدني، فعالانو، خبریالانو او دولتي چارواکو په نښه کول هم بند کړي.

وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې امریکايي ځواکونه په ننګرهار، هلمند او کندهار ولایتونو کې په هوايي بریدونو تورن کړي چې په وینا یې یاد بریدونه په غیر جنګي سیمو کې شوي دي.

طالبانو له خپله اړخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار چې په وینا یې تر یاد تړون وروسته په افغانستان کې د دوی لخوا پر امریکايي سرتیرو برید نه دی شوی.

دوی د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي و په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې پر امریکايي سرتیرو برید نه دی شوی.

وسله والو طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا عملیات پيل شوي او ادعایې کړې چې امریکايي ځواکونه یې هوايي ملاتړ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که چیري د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه او په ارغنداب ولسوالۍ کې پوځي علمیات بند نشي طالبان به هم جدي عکس العمل ته مجبور شي چې په وینا یې مسؤلیت به یې امریکايي لورې ته متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت په هلمند، ننګرهار او هلمند کې د هوايي بریدونو او مخامخ نښتو پرمهال د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار چارواکو هم نن دوشنبه د هوايي برید پرمهال د عمر په نوم له بند څخه د یوه ازاد شوي طالب سرګروپ په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement