پوسټ کوډ 217356
نیټه خپرول: يکشنبه 14 مرغومی 139913:33

هرات کې یو کس د وسلو د قاچاق په تور ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د وسلو د قاچاق په تور ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هرات او لوګر ولایتونو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره شوي چې هرات کې یو کس د قاچاق په تور نیول شوی او لوګر کې بیا یو اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس له څلور قبضو تومانچو او یو اندازه مهماتو سره یو ځاې نیول شوي او د لوګر په محمد آغې ولسوالې په نظرخیل کلي کې هم دوه میله وسلې، دوه کړۍ ماینونه، دوه کړۍ لاسي بمونه او یو اندازه مهمات يې هم ترلاسه راغلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نږدې یوه میاشت مخکې هم په بلخ ولایت کې دوه تنه د وسلو قاچاق په تور نیول شوي وو چې ورڅخه یو قبضه تفنچه او یو اندازه مهمات د ملي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement