پوسټ کوډ 217288
نیټه خپرول: شنبه 13 مرغومی 139915:44

ننګرهار کې د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو ماین چاودنه شوې

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، په دې ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر رنجر موټر ماین چاودنه کې دوه ملکیان او درې سرتیري ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۱۳ مرغومې) ماسپښین شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سرخ دیوال سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا چاودنه د سړک غاړې ماین له امله وه، چې دوه ملکیان او درې سرتیري یې ټپيان کړل.

 فریدخان زیاتوي: «نن له غرمې وروسته درې بجې د بهسود په سرخ دیوال سیمه کې د پولیسو په ځانګړو ځواکونو سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې دوه ملکیان او یو سرتیری ټپیان شوي دي.»

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement