پوسټ کوډ 217266
نیټه خپرول: شنبه 13 مرغومی 139912:47

ایرلنډ سره د ۵۰ اوریزو لوبو لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن شنبه جنوري ۲ (مرغومې۱۳) د ایرلنډ پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې چې په روانې جنورۍ میاشتې کې دواړه لوبډلې درې نړیوالې یوه ورځینۍ لوبې ترسره کړي.

په اعلان شوې لوبډلې کې د لوبډلمشر اصغر افغان په شمول رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، رحمت الله ګربز، عظمت الله عمرزوی، عثمان غني، یمین احمدزی، راشد خان، جاوید احمدي، نجیب الله ځدراڼ، سید احمد شیرزاد، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن ځدراڼ، ګلب الدین نایب او محمد نبي نیول شوي دي.

نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله د کرکټ لوبې هم ځنډول شوې وې.

افغان لوبډله هم تېر ۲۰۲۰ کال په دغو محدودیتونو کې پاتې وه خو کرکټ بورډ وايي چې نوی پیل شوی کال به افغان لوبغاړو ته یو بوخت کال وي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement