پوسټ کوډ ۲۱۷۲۰۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۴:۳۰

پروان کې ترافیکي پېښه، ۱۴ کسان ټپیان شوي

چاريکار (پژواک، ١١ مرغومی ٩٩): د پروان د ترافیکو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د پروان د ترافیکو مدیر محمد رضا بیات پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام د کابل ــ پروان پر لویه لار د رباط په کلي کې یوه سراچه موټر او مرسیدیس موټر سره ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې سراچه موټر له کابله پروان او مرسیدیس د کابل لور ته روان وو چې ټکر یې کړی او د ښځو او ماشومان په ګډون په کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د پروان د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالخلیل حیدري پژواک ته وویل، له دې ترافیکي پېښې ۱۲ ټپیان چې اووه ښځې، دوه نارینه او درې ماشومان په کې شامل دي، یاد روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي په خبره، د یادو ټپیانو له ډلې شپږ کسان له روغتونه رخصت شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement