پوسټ کوډ 217182
نیټه خپرول: پنج شنبه 11 مرغومی 139910:25

کابل ښاروالۍ: داوود سلطانزوی مکلف نه‌دی د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي

کابل ښاروالي وایي، ښاروال داوود سلطانزوی له قانوني پلوه دا مکلفیت نه‌لري چې د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي.

د دې ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس نعمت‌الله بارکزي په یوه وېډیو پیغام کې چې له رسنیو سره‌یې شریک کړ، وویل: "کابل ښاروال د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوی دی، له قانوني پلوه هېڅ مکلفیت نه‌لري چې د ولسي جرګې په غونډو کې برخه واخلي، خو له اخلاقي پلوه که چېرته اجنډا شریکه شي ستونزه نه‌شته چې ښاروال د ولسي جرګې په غونډو کې ګډون وکړي."

ولسي جرګې، وروسته تر دې چې کابل ښاروال داوود سلطانزوی د جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه‌شو، څارنوالۍ ته‌یې معرفي کړ.

د ولسي جرګې منشي اسد الله شهباز پرون ازادي راډیو ته وویل چې په عمومي غونډه کې د سلطانزوی د استجواب پرېکړه د دې لپاره شوې وه چې ده ناقانونه ګمارنې کړي او د هوا د ککړتیا او د ښار د نورو ستونزو په اړه له ده څخه شکایتونه شته، خو دی غونډې ته رانه‌غی، نو د ده لاسلیک هم ولسي جرګې ته د اعتبار وړ نه‌دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement