پوسټ کوډ 217125
نیټه خپرول: چهارشنبه 10 مرغومی 139911:02

د کابل ښاروال داوود سلطانزوی څارنوالی ته معرفي شو

ولسي جرګې د کابل ښاروال داوود سلطانزوې څارنوالی ته معرفي کړ او د هغه لاسلیک یې بې اعتباره کړ..

پد ولسي جرګې غړي د کابل ښاروال داوود سلطانزوې د څارنوالۍ د معرفي کولو غوښتونکي شوي وو او نن یې دا پریکړه ترسره کړه.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې ورځې په غونډه کې د کابل ښاروال څارنوالی د معرفي کولو طرح يي په داسې حال کې جوړه کړې وه چې سلطانزوې د ولسي جرګې پریکړو او مصوباتو ته د تیرې ورځې په غونډه کې بې توجهي کړې وه او ځواب ورکولو ته حاضر شی نه وه.

او د ولسي جرګې غړي وايي، چې د کابل ښاروال تر دې مخکې هم د دې جرګې پریکړو ته بې احترامي کړې وه.

له همدې امله د ولسي جرګې غړي د یوې طرحې په لاسلیک کولو سلطانزوې يې څارنوالی ته معرفي او لاسلیک يې ورته بې اعتباره کړ.

دا په داسې حال کې ده چې لوې څارنوالې د یو مکتوب په خپرولو اعلان کړی وه چې ولسي جرګه لوې  څارنوالی ته د حکومتي چارواکو د معرفي کولو حق نلري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement