پوسټ کوډ ۲۱۷۰۶۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۳:۰۱

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳ تنه په کرونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۱۸۳ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۰ تنه ترې مړه شوي دي.

دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱  کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۴۱ زره ۸۰۱ ته رسېدلی دی.

‎د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۵۲ زره او ۳۳۰ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې دوه زره ۱۸۹ مړه شوي دي.

‎دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۶۲۸ فعاله مثبتې پېښې شته.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement