پوسټ کوډ 217052
نیټه خپرول: سه شنبه 9 مرغومی 139911:33

د لوګر په ازره کې درې نوي جوماتونه جوړ شول

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ازرې ولسوال عبدالحمید حمید د مرغومي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد جوماتونه د ببرو، کوزې چوترې او اکبرخېلو په سيمو کې جوړ شوي دي.

هغه وويل: ((دغه جوماتونه د دوو کلونو په موده کې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي، یو جومات یې په دوو پوړونو کې او دوه نور په یو- يو پوړ کې جوړ شوي دي.))

د نوموړي په وينا، پر دغو درېيو جوماتونو څه باندې ۱۸نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د حج او اوقافو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

دغه راز د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې يو جومات په اساسي ډول جوړ شوى دى.

هغه وايي: ((مخکې هم دلته جوماتونه و خو کليوالي جوماتونه وو، دا ځل حکومت په اساسي ډول دلته يو جومات جوړ کړى دى.))

د يادونې ده، ازره د لوګر ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې نږدې ١٤ کاله يې عمومي لار له مرکز پل علم سره تړل شوې وه، خو په دې وروستيو کې يې لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement