پوسټ کوډ 217039
نیټه خپرول: سه شنبه 9 مرغومی 139909:31

خوست کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت مخ پر غوړېدو دی

د خوست ولایت ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی

له کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر روښان جلالي وایي، چې دیاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د غوښینو چرګانو شاوخوا ۷۸۰ فارمونه شتون لري، چې د ورځې شاوخوا له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کیلو ګرامه پورې غوښین چرګان بازارته وړاندې کوي

خبرپاڼه لیکي، ښاغلی جلالي وایي، راون ۱۳۹۹یم کال د خوست ولایت په علیشیرو او سپیرې ولسوالیو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ۲۵۰ سل قطه یې فارمونه بې وزلو کسانو ته هم جوړ شوي دي او په څنګ کې یې د چرګانو روزنې اړوند توکي، د خوراکي توکو وېش، بې وزلو مېرمنو ته د ۱۴۴ هګیو چرګانو ورکړه، د ناروغیو ضد درمل، عامه پوهاوی او د همکارو پروژو له خوا د نویو فارمونو جوړښت هغه چارې دي، چې د کرنې ریاست او اړوندو پروژو له خواترسره شوي دي.

خبرپاڼه کاږې، د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې فارمونو د ډېرښت او همکاریو موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، د بې کارۍ کچه کمول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement