پوسټ کوډ 216997
نیټه خپرول: دوشنبه 8 مرغومی 139913:19

راشد خان د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی شو

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان نن دوشنبه ډسمبر ۲۸(مرغومې۷) د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کرکټ د شل اوریزوسیالیو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو.

راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ډير وړیاړونه ګټلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې راشد خان ۸۹ ویکټي اخیستې دي او درې ځله یې څلور ویکټي یو ځايي اخیستي دي.

 

دا اول ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د لسیزې غوره لوبغاړی کیږي.

نوموړي ویلي چې د ویاړ احساس کوي او زیاتوي خوښ دی چې دا ډول یو ایوارډ ورته ورکول کیږي.

 

تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان د ۲۰اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې هم اعلان.

په یاد ټېم کې له پاکستان پرته د نورو هیوادونو لوبغاړي هم د غوره لوبغاړو په توګه غوره شوي و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement