پوسټ کوډ 216996
نیټه خپرول: دوشنبه 8 مرغومی 139913:12

ولسي جرګه صلاحیت نه لري چې دولتي مسوولین څارنوالي ته معرفي کړي

د افغانستان ستره محکمه وايي، د ملي شورا دواړې جرګې دا صلاحیت نه لري چې د دولت غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

خامه پرس ته یو مکتوب رسېدلی چې سترې محکمې په کې د دولت ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې کار په سمه توګه مخې ته یوسي او دغه راز ویلي یې دي چې د ملي شورا دواړې  جرګې نه شي کولای چې د دولت غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

دغه راز ویل کېږي لومړی ولسمشر له سترې محکمې د ولسي او مشرانو جرګې د د صلاحیتونو په اړه وضاحت غوښتی وو چې وروسته سترې محکمې د چارو ادارې ته په لېږلي مکتوب کې ویلي، د ملي شورا دواړې جرګې دا صلاحیت نه لري چې د دولتي ادارو غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

په دې مکتوب کې راغلي د دواړو جرګو غړي یوازې دومره کولای شي چې د دولتي ادارو له کاره ارزونه وکړي او که کومه ستونزه ورته پیدا شي مربوطه ارګانونو ته دې یې وسپاري ترڅو هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د ولسي جرګې غړي ځینې دولتي کارمندان او مسوولین د دوی په خبره د فساد او نا غېړیو په تور لویې څارنوالي ته معرفي کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement