پوسټ کوډ ۲۱۶۹۱۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۲:۵۹

پاکستان کې د الوتکې لوېدو پېښه کې څلور کسان وژل شوي

د پاکستان ګلګت سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه الوتکه لوېدلی چې له کبله یې دوه پیلوټان او دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه الوتکه په سیمه کې د یو ټپي شوي پاکستاني عسکر د لېږدولو لپاره تللې وه چې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې ده او الوتکه هم په مکمل ډول له منځه تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د پاکستان پوځ الوتکې په ځینو سیمو کې لوېږي او ویل کېږي دا په دې وروستیو کې څلورمه الوتکه ده چې سقوط کوي او پوځيان په کې وژل کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement