پوسټ کوډ ۲۱۶۸۹۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۰:۵۸

د سالنګونو لویه لار د زیاتې واورې ورېدو له امله تړل شوې

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، دغه لویه لار د تیرې ورځې راپدېخوا د درندې واورې او تیزو بادونو له امله د ترافکیو پر مخ تړل شوې ده.

یاد ریاست نن یکشنبه ډسمبر۲۷(مرغومې۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اوس مهال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره او طوفانونه جریان لري چې کېدایسي تر څو ساعتونو یاده لار بنده وي.

اعلامیه زیاتوي ترڅو چې د سالنګونو لار باندې پرته واوره نوي پاکه شوې تر هغه مهال په دغه لار بنده وي.

د سالنګونو لار د افغانستان ۱۰ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او نورو ولایتونو سره نښلوي چې د سږ کال ژمې په راره سېدو سره لومړی ځل دی چې د ترافیکو پرمخ بندیږي.

 
پر همدې مهال طبعیي پېښو ته رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي چې د غور ـ کابل او غور ـ هرات لار هم د درندو واورو اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
یاد وزارت ویلي هڅه کوي چې د وضعیت تر ښه کېدو وروسته ددغه لارې خلاصولو عملیات پيل کړي.او زیاتوي چې د خلاصولو لپاره یې ټول چمتووالی نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، کابل، سمنگان، بدخشان، تخار، کندز او سالنګونو کې د واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement