پوسټ کوډ ۲۱۶۷۷۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۰:۱۲

د کندهار د حج او قافو رییس په یو وسله‌وال برید کې ټپي شو

کندهار کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس محمد عمر اخندزاده نن سهار په یو وسله‌وال برید کې ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د نهه بجو شاوخوا کې د دغه ولایت دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند چوڼۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

#سرچینه_وایي، په دې پېښه کې د کندهار د حج او اوقافو #رییس_محمد_عمر_اخندزاده ټپي شوی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې هدفي وژني زیاتې شوې دي او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو او مدني فعالانو خبریالانو او نورو کسانو د مرګ‌ژوبلې او ټپي کېدو خبرونه راځي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement