پوسټ کوډ 216772
نیټه خپرول: پنج شنبه 4 مرغومی 139909:57
- 0 څرګندونه
- چاپ
هرات کې د ماین چاودنې مخه ونیول شوه

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ بازار کې د یوې چاودنې له رامنځته کیدو څخه مخنیوې وشو.
یادو چارواکو وویل، #طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په بازار کې د چاودیدونکو توکو ډک موټرسایکل درولی وه ترڅو په یو مناسب وخت ورته چاودنه ورکړي.
چارواکي وايي، دا ماین د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او د انجینیري ټیم لخوا وچاودول شول چې له امله يې د یوې درنې چاودنې د رامنځته کېدو مخه ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د چاودنو کچه ډیره شوې ده او ځیني چاودیدونکي توکې هم د امنیتي ځواکونو خواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.