پوسټ کوډ ۲۱۶۷۳۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۳:۰۷

ولسمشر غني: د يوسف رشيد د ترور عاملان دې ژر پيدا او ونيول شي

ولسمشر غني د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا اجرئيه رئيس ترور په کلکه غندلی او مسوولانو ته لارښوونه کړې د نوموړي د ترور عاملان پيدا او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.

د ولسواکۍ بنسټي کېدو او د ټاکنیزو بهیرونو د روڼتیا په برخه کې د يوسف رشيد هڅې او خدمتونه ستايلي او زياته کړې يې ده چې د دې تروریستي برید عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه دې لازم اقدمات وشي.

ولسمشر غني دغه راز پر عامه تاسیساتو او بنسټونو د تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو زیاتېدو ته په اشارې سره ويلي: «دښمنان په دغه ډول جنایتونو او بریدونو سره اوسنی افغانستان له پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو له انکشاف څخه چې زموږ د خلکو د بې‌درېغه کوښښونو او سرښندنو په پایله کې یې ترلاسه کړي، نشي شاته کولی.»

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا د فيفا اجرائيه رئيس يوسف رشيد نن چهارشنبه سهار مهال خپل کور مخې ته د نامالومو وسله‌والو له لوري په شهادت ورسېد.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement