پوسټ کوډ ۲۱۶۶۳۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۳:۴۴

هرات کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۲ تنه ټپیان شول

د هرات ولایت روغتیايي مسولین وايي، چې ددې ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په لوې لار کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، چې نن د هرات ــ پشتون زرغون لویه لار کې ۱۲ تنه د ماشومانو او ښځو په شمول په یوه ترافیکي پیښه کې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې لسګونه تنه ژوبل شوي کسان حوزوي روغتون ته او دوه تنه ګذرې ولسوالې ته لیږدول شوي دي.

شیرزی زیاته کړه، د ناروغانو روغتیايي حالت اوسمهال ښه دی او د ویلو ده چې ډیری ترافیکي پیښې د سړکونو خرابوالي او یا د موټر چلوونکو د بې احتیاطي له وجې رامنځته کیږي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ښايي د سړک خرابوالې او د موټر چلوونکي د بې احتیاطې له وجې رامنځته شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement