پوسټ کوډ 216403
نیټه خپرول: پنج شنبه 27 لیندۍ 139909:14
- 0 څرګندونه
- چاپ
د چین فضایي دستګاه له سپوږمۍ ځمکې ته ډبرې او خاورې راوړي
د چین فضایي دستګاه د سپوږمۍ له سطحې ځمکې ته ډبرې او خاورې راوړې دي.
د چین دولتي رسنۍ د دغه هېواد د ملي فضایي ادارې په وینا د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د چینګ پنځه په نوم دا دستګاه د چین په شمال کې د منګولیا په سیمه کې ښکته شوه.
تر اوسه څرګنده نهده چې څومره مواد یې له سپوږمۍ راوړي، خو اټکل کېږي چې له دوو تر څلورو کیلوګرامه به وي.
دا په څلورو لسیزو کې د سپوږمۍ د غولي لومړي تازه مواد دي چې ساینسپوهانیې ترلاسه کوي.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۶۰ کلونو کې او پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۰ کلونو کې له سپوږمۍ ځمکې ته نمونې راوړې وې.