پوسټ کوډ ۲۱۰۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۲ ۲۰:۱۶

بریتانیا له افغانستان سره د مرستې ورکول وځنډول

بریتانیا له افغانستان سره د نژدې یو سل او څلویښت میلیونه ډالرو د مرستې ورکول وځنډول.

د بریتانیا د نړېوال پرمختیایي پروګرام څانګې په یوه بیان کې وویل، چې دا پیسې به د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې تر هغو مصرف نه کړي ترڅو چې د افغانستان حکومت او نړېوال وجهي صندوق د بانکي ستونزې په برخه کې یوې موافقې ته نه وي رسیدلې.

په وروستیو کې نړېوال وجهي صندوق په افغانستان کې خپل کارونه تر هغو ځنډني کړل، چې د دغې ادارې په وینا، افغان حکومت د کابل بانک په ګډون خپل بانکي سیستم نه وي سم کړی.

په کابل بانک کې د اداري فساد له امله ۵۷۹ میلیونه ډالره تري تم شوې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement