پوسټ کوډ ۲۰۶۷۰۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹ ۰۹:۳۱

صادق: پاکستان ته د طالبانو سفر زموږ د سیاست یوه برخه ده

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، اسلام اباد ته د طالبانو سفر د دوی د سیاست یوه برخه ده، او هدف یې په افغانستان کې د دایمي سولې راتګ دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پاکستان ته ورغلي ترڅو د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، د طالبانو دغه پلاوی د پاکستاني چارواکو په بلنه دغلته تللی دی او په وینا یې د دوی سفر اسلام اباد ته د دغه هېواد د سیاستونو یوه برخه ده او په وینا یې هدف یې په افغانستان او سیمه کې د دایمي سولې راتګ دی.

دا په داسې حال کې دی چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په بین الافغان مذاکراتو کې د ۲۰ ورځنی دمې وروسته افغان مرکچي پلاوی کابل ته او د طالبانو د دفتر ځيني غړي پاکستان ته لاړل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement