پوسټ کوډ ۲۰۶۶۷۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ ۱۳:۳۹

هېواد کې کرونا ویروس؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې چې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۶ تنه مړه شوي او ۲۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه مالومات چې نن(سې شنبې د لیندۍ په ۲۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې ۹۰ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.

تازه پېښې ۳۷ کابل، ۳ هرات، ۱۴ کندهار، ۲۵ بلخ، ۱۱ ننګرهار، ۹ پکتیا، ۱۲ بغلان، ۸ بادغیس، ۶ لغمان، ۱۷ غور، ۲ کنړ، ۲۵ کاپیسا، ۳۲ پنجشېر، ۴۸ فراه، ۵ ارزګان، ۱ سمنګان او ۱ هم جوزجان ولایت کې ثبت شوې دي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس ۴۹ زره او ۷۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۸۶۲۱ یې فعالې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement