پوسټ کوډ ۲۰۶۶۶۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ ۱۳:۱۲

د غور د ولایتي شورا یو غړی د ماین چاودنه کې ووژل شو

په غور ولایت کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې پایله کې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی ووژل شو.

د غور د والي ویاند، محمد عارف عابر یک تلویزیون ته وویل چې په دې چاودنه کې د ولایتي شورا غړی  عبدالرحمان عطشان وژل شوی او د دغې شورا یو بل غړی ټپي شوی دی.

د ښاغلي عابر په وینا دا چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه په فیروزکوه ښار کې شوې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement