پوسټ کوډ ۲۰۶۶۵۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹ ۱۱:۰۶

نبیل: خلیلزاد د پنځم ځل لپاره پاکستان ته تللی، خو افغانستان ته نه راځي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایي، زلمی خلیلزاد د پنځم ځل لپاره پاکستان ته تللی په داسې حال کې چې په دې اساس وخت کې افغانستان ته هیڅ سفر نه کوي.

د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، زلمی خلیلزاد د پنځم ځل لپاره پاکستان ته تللی په داسې حال کې چې په دې اساس وخت کې یې باید افغانستان ته هم سفر کړی وای.

هغه وایي، له دې معلومېږي چې دا سوله د افغانانو نه ده افغانان یې مالکان نه دي او په وینا یې یو نیابتي سوله ده.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې د خبرو وورسته پاکستان ته په خپل پنځم سفر تللی دی.

هغه په دغه سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره پر افغان سوله او مذاکراتو خبرې کړې دي.

دغه راز د یادونې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات د ۲۰ ورځو لپاره وځنډېدل او دغه دواړې ډلې د اجنډا پر مسایلو د سلا مشورو لپاره رخصت شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement