پوسټ کوډ 206593
نیټه خپرول: دوشنبه 24 لیندۍ 139914:11

د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ افغان سرتېرو ژوند بایلود

کندز کې سیمه ییز مسوولین د طالبانو برید پایله کې د ۱۰ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندز ولایتي شورا غړی، خلیل قاري زاده نن(دوشنبې د لیندۍ په ۲۴مه نېټه) وايي امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان  ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید پایله کې د قومندان په ګډون یې ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی.

د ښاغلي قاري زاده په وینا دغه برید کې ۶ سرتېري ټپیان شوي دي.

امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې دفاع وزارت نن کندهار کې د ۶۵ طالب وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت وايي یاد شمېر طالبان تېره ورځ په داسې حال کې وژل شوي چې د کندهار ژېړۍ، ارغنداب، پنجوايي او شاه‌ولي کوټ ولسوالیو کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو  په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement