پوسټ کوډ 206534
نیټه خپرول: يکشنبه 23 لیندۍ 139913:26

"له ایران او پاکستانه افغانستان ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی"

افغان چارواکي وايي، له ایران او پاکستانه افغانستان ته د شیشې او هیروئینو د تولید لپاره د کیمیاوي موادو قاچاق زیات شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د شیشې او هیروئينو د تولید لپاره کیمیاوي مواد اتیا فیصده له لویدیځ ګاونډ (ایران ) او پاتې برخه له ختیځ ګاونډ (پاکستان ) ته راوړل کېږي.

 

هغه وویل، په ځینو سیمو له هغې ډلې بادغیس او فراه کې وسله والو طالبانو هم د شیشې او هیروئینو د تولید کارخانې جوړې کړي.

 

مؤحد زیاته کړه، سږ کال له هغو ولایتونو چې پخوا په کې د مخدره موادو د قاچاق او تولید راپور نه ورکول کېده د شیشې د تولید او قاچاق دوه سوه راپورونه ثبت شوي.

 

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې هم راپور ورکړی چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د شیشې د قاچاق په زیاتېدو سربېره طالبان د شیشې په تولید کې ډېره ونډه لري.

 

وسله والو طالبانو د دغو راپورونو په اړه تبصره نه ده کړې.

 

ایراني او پاکستاني چارواکو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement