پوسټ کوډ ۲۰۶۴۸۳
نیټه خپرول:
شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹
۱۵:۱۲
- 0 څرګندونه
- چاپ
د کابل پولیسو د یو افسر قاتل نیولی
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پولیسو د هغه افسر قاتل نیولی چې تېره شپه د دندې پر مهال وژل شوی و.
د کورنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې هغه کس نیولی چې تیره شپه يې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر د دندې پر مهال په تومانچه وژلی و.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ټول هیواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې موخه لرونکي قتلونه زیات شوي او په نا معلومه دلایلو د ښار په بیلابیلو سیمو کې خلک وژل کیږي.
د یادونې ده چې نن سهار د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نامعلومو کسانو له لورې راکټونه وتوغېدل چې له کبله یې یو تن ووژل شو او یو بل ټپي شو.