- 0 څرګندونه
- چاپ
"د خوست کادري روغتونو کې د ۷۰۰میلیونه افغانیو طبي وسایل په خرابېدو دي"

د خوست د شېخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې د دې پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو د عملي زده کړو لپاره شااوخوا اته کاله وړاندې جوړ شوی، نه یوازې تر اوسه فعال نه شو، بلکې په تېرو دوو کالونو کې د دې روغتون سره د متحده عربي اماراتو له خوا د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته شوي توکي هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې #پوهنتون_د_طب پوهنځي استاد ګل نواز ازادي راډیو ته وویل: "دا د خوست یوه سرمایه ده او دغه ټکنالوژي چې دلته موجوده ده، په سیمه کې وجود نه لري، نو که همداسې پاتې شي، نه یوازې دا چې له منځه به لاړ شي بلکې د خلیفه فاونډېشن نورې ژمنې چې د مرستې لپاره یې کړي، هغه به هم خنډ سره مخ شي."
ښاغلي ځدارڼ زیاته کړه: "دوی د برق مشکل یادوي، خو هغه حل شوی او جدي ستونزه نه ده، د شیخ زاید فاونډيشن دوی سره د نورو مرستو ژمنه هم کړې وه، په دې شرط که له دې سمه استفاده وکړي، خو په کار یې نه دي اچولي، زما په اند وظیفوي غفلت یې ستره ستونزه ده او همدا راز په رهبرۍ کې هم مشکل شته."
د شیخ زاید له پوهنتون سره په مرسته شویو طبي وسایلو کې د 'انجیو ګرافي'، 'سي.ټي سکېن'، 'اېم. ار. ای'، 'پي. سي. ار' او نورو معایناتو لپاره پرمختللي وسایل شامل دي چې د متحده عربي اماراتو له خوا د دې پوهنتون کادري روغتون ته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي.
#د_شېخ_زاید_پوهنتون_رئیس حسن ګل اریوبي هم مني چې یاد طبي وسایل د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، خو د نه فعالېدو یوازینۍ ستونزه د برېښنا او د روغتون د ورځنیو چارو د ترسره کېدو لپاره د عادي بودیجې نشتوالی بولي.