پوسټ کوډ 206338
نیټه خپرول: چهارشنبه 19 لیندۍ 139914:12

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۷ کسان په کرونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۱۷۷ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۳ ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره ۵۴۰ ته رسېدلی دی.

دغه راز په ټول هېواد کې له یادې ناروغي تراوسه ۱۹۲۱ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۷ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغي د بېرته رغېدلو کسانو شمېر ۳۸ زره ۱۵۰ ته رسېدلی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement