پوسټ کوډ ۲۰۶۲۶۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹ ۱۱:۳۵

د سالنګونو لویه لاره د باروړونکوموټرو پرمخ وتړل شوه

د سالنګونو د لوی لارې مسوولین وایي چې له بار وړونکوموټرو پرته نور وسایط کولای شي په دې لاره تګ را تګ وکړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست سرپرست انجنیرعبدالبشیرافغانزوی باخترآژانس ته وویل چې اوس په جنوبي سالنګونو کې د ضعیفې واورې اورښت او په شمالي سالنګونو کې خفیف باد دوام لري او دغه لویه لاره له ټېلري وسایطو پرته د نورو وسایطو پرمخ پرانیستې ده او دغه وسایط کولای شي د ځنځیر په تړلو او د مقرراتو په رعایتولو سره تګ را تګ وکړي.
هغه زیاته کړه چې همدا اوس په لویو لارو کې په هره ثانیه کې د کتنې ساحې درې سوه متره او د باد چټکتیا ۴ متره، لندبل ۸۹ سلنه، د هوا سړښت ترصفر لاندې ۸ درجه ، د ځمکې پرمخ د واورې اندازه ۲۵ سانتي او په تېرو ۲۴ راتلوونکوساعتوکې د واورې د اورښت ۸۰ سلنه احتمال شته.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement