پوسټ کوډ ۲۰۶۱۸۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹ ۱۱:۵۱

ویلسون: طالبان غواړي ۷ زره نور بندیان یې هم خوشي شي

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسون وایي، طالبان تمه لري چې افغان حکومت یې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې ۷ زره نور بندیان هم له زندانونو ازاد کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن تېره ورځ له خبریالانو سره په ویډیویي کنفرانس کې وویل، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له مخې غواړي تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې یې ۷ زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت باید له طالبانو سره د دوحې د تړون ټولې برخې عملي کړي چې په هغه کې د ۷ زره نورو طالب بندیانو ازدول هم راځي.

هغه زیاته کړه:

تاسو نه شئ کولی چې د دوحې د تړون ځينې برخي عملي کړئ او پر ځينو یې پښه کش کړئ کله چې دغه تړون دواړوو لورو ته د منلو وړ دی نو باید پرې توافق وشي او ټولې برخې یې عملي شي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ویاند نعیم وردګ هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دوی د دفتر مشر ملا برادر او زلمي خلیلزاد سره کتلي او د زندانیانو د خلاصون په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

په ورته وخت کې بیا ولسمشرغني د ملي پخلاینې د عالي شورا په لومړۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت د ۵ زره طالب بندیانو له خوشي کولو سره د سولې لپاره خپل ښه نیت ښکاره کړ او په وینا یې اوس د طالبانو وار دی چې خپل ښه نیت ښکاره کړي او د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له دوو میاشتو مذاکراتو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ پر طرزلعمل توافق وشو او تېره ورځ دواړو لورو په یوه ناسته کې پر اجنډا بحثونه کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement