پوسټ کوډ 206102
نیټه خپرول: شنبه 15 لیندۍ 139915:51

له افغانستانه د امریکا د وتلو په هکله د دغه هېوا د کانګرس اقدام

په افغانستان کې له پنځ زره څخه دوه نیم زرو ته د امریکايي سرتېرو د کموالي په هکله د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له حکم وروسته، اوس د امریکا قانون جوړونکي له افغانستانه په بیړه د وتلو د مخنیوي لپاره لاس په کارشوي دي.

د امریکا د خلکو د استازو یا کانګرس او د دغه هېواد د سنا مجلس د ۲۰۲۱ کال د ملي دفاع په مجوزې لایحه کې راغلي دي چې د دغه هېواد ولسمشر نه شي کولای په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۴۰۰۰ کم کړي.

دا لایحه تایید شوې چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د افغاسنان د اوسني وضعیت له شرایطو سره تنظیم کړي.

د امریکا قانون داسې دی، که چېرې حتا د امریکې ولسمشر د دغې لایحې د رد پرېکړه وکړي کانګرس به د دغه ډول پرېکړې د لغوه کولو واک ولري.

یو له قانون جوړونکو وویل:«د کانګرس غړي وايي چې په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو د کموالي لپاره هره پرېکړه باید د #امریکا له متحدانو او افغانستان سره په منظمه او همغږې توګه وشي.»

د امریکا د ملي پوځ جنګي قومندانانو له دې مخکې ګواښ کړی وو. که چېرې د امریکايي سرتېرو شمېر له څلورو زرو کم شي، د افغان ځواکونو د روزنیز ماموریتونه او له ترهګرۍ سره مبارزه به زیان وویني.

امریکا کې د چارو شنوونکي په دې اند دي چې د افغانستان په وړاندې د امریکا دا دریځ نیول، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته هم یو پیاوړی پيغام رسوي چې هغه باید د افغانستان په هکله په مسوولانه توګه کړنه وکړي.

د امریکا او #طالبانو د سولې هوکړه لیک پر بنسټ، د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر باید په مۍ میاشت کې بشپړ شي، خو ځينې امریکايي قانون جوړونکي یا د کانګرس غړي وايي چې طالبانو په خپلو ډېریو ژمنو له هغې ډلې د تاوتریخوالي کموالي او له القاعده ډلې سره د اړیکو پر پرېکون عمل نه دی کړی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید په بیړه نه وي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement