پوسټ کوډ 206091
نیټه خپرول: شنبه 15 لیندۍ 139914:24

افغانستان او پاکستان به اوسپنیزه کرښه ونښلوي – راپورونه

پاکستانیو رسنیو د خپلو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې افغانستان او پاکستان به د اوسپنیزې کرښې له لارې ونښلول شي.

پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان د اوسپنیزې کرښې چارو د  وزیر شیخ رشید احمد د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ لومړۍ برخه به یې له چمن څخه تر سپین بولدک پورې، چې ۱۱ کیلو متره جوړه شي او یوه سروې هم په دې اړه بشپړه شوې ده.

شیخ رشید احمد زیاته کړې، چې دغه کرښه به وروسته له افغان حکومت سره له هوکړې وروسته له سپن بولدک څخه تر کندهاره وغززیږي.

هغه زیاته کړې، چې دا کار به د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې نورې هم ځواکمنې کړي.

دغه چارواکي وویل چې پاکستان د چمن او کویټې تر منځ د مسافرینو اورګاډي د بیا پیل کولو پریکړه کړې.

هغه زیاته کړې، چې د اوسپنیزې کرښې د چارو پراخولو لپاره پلانونه شته؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ډېري خلک نه غواړي، چې پر پر اوسپنیزه کرښه تګه راتګ تر سره کړي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان پرېکړه کړې، چې دمګړۍ د چمن  او کویټې تر منځ  پر اوسپنیسزه کرښه د مسافرو د تګ راتګ کاروانونه بیا پیل کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement