پوسټ کوډ 206089
نیټه خپرول: شنبه 15 لیندۍ 139914:20

پغمان کې څلور طالب وسله‌وال نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله‌وال ونیول

له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله وال نیولي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسانو د پغمان ولسوالۍ اړوندو سیمو کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړی وو چې پولیسو تر نیولو وروسته دوه میله کلاشینکوف او یو اندازه نظامي تجهیزات هم ورڅخه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ترهګریزو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده.
وسله‌والو #طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement