پوسټ کوډ 206081
نیټه خپرول: شنبه 15 لیندۍ 139913:29

کندهار کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.

د کندهار د پوليسو وياند څارمن جمال بارکزي نن شنبه ډسمبر پنځمه(لېندۍ۱۵) #امریکا غږ ته وویل چې یاد موټر برید نن سهار شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک هاموي موټر ته په «سیپانزو» سیمه کې د پولیسو له یوه مرکز سره نژدې چاودنه ورکې ده.

هغه وویل: "نن سهار اووه بجې د ارغستان ولسوالۍ په مرکزي سیمه سيپانزو کې ځانمرګي موټر بم برید د پولیسو پر یوه مرکز شوی چې درې پولیس پکې وژل شوي او ۷ تنه نور پکښي ټپيان شوي دي."

خو د ارغستان ولسوالۍ يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کي ۱۰ تنه پوليس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.

ارغستان د کندهار له نا امنه ولسواليو څخه بلل کيږي چې د ولسوالۍ پر مرکز یې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه له تیري یوې میاشتې راهیسي دوام لري.

دغه راز د نوموړي ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ ۸۰ کیلومتره لویه لار هم وسله والو طالبانو له تیرو دوو میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د ارغستان د ننني موټر موټر بم بريد په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement