پوسټ کوډ 206080
نیټه خپرول: شنبه 15 لیندۍ 139913:27

د مصالحې شورا لومړنۍ ناسته کې د خبرو غټ ټکي

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري کمیټې لومړنۍ ناسته نن (شنبه، د لیندۍ ۱۵مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.

په دې ناسته کې د ولسمشر غني، #عبدالله_عبدالله، حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، کریم خلیلي، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني او محمد محقق په ګډون یو شمیر نورو سیاسي څیرو برخه اخیستې وه.

د ناستې ویناوالو د اوربند ټينګښت، د اجماع جوړولو، د سولې بهیر چټکتیا، د لاسته راوړنو ساتنو او ځينو نورو موضوع ګانو باندې خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل د سولې خبرې دویم پړاو ته داخلې شوي، دا یو ډير مهم پړاو دی او باید چې لا زیاتې سلا مشورې ورته وشي.

غني د #طالب بندیانو خوشې کیدو ته په اشارې سره وویل چې د سولې لپاره سختې پریکړې شوي او لا نورې سختې پریکړې به هم وشي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: “د افغانستان سیاسیون او موږ تاسې د یوه واقعیت په توګه منو، خو تاسو هم باید د افغانستان واقعیتونه درک کړئ. نه تاسې ماته منی، نه موږ. جګړه ګټونکی نه لري. لطفاً وینې تویول ودروئ.”

د مصالحې شورا هم په خپله وینا کې د رهبرۍ کمیټې ناسته د اجماع جوړولو لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې دا کمیټه به له دې وروسته په هدفمند او منظم ډول ناستې کوي.

عبدالله زیاته کړه چې د اسلامي جمعیت او اسلامي حزب مشران، صلاح الدین رباني او #ګلبدین_حکمتیار ونه توانیدل چې دې ناسته کې ګډون وکړي، خو دوی ژمنه کړې چې سلا مشورو کې به برخه اخلي.

هغه همداشان وویل دا باید په ډاګه شي چې سولې ته رسیدو لپاره باید نور کوم ګامونه پورته شي او سولې ته رسیدو لپاره باید د لارې یوې نقشې باندې هوکړه وشي.

د دې ترڅنګ، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې وینا په بهیر کې وویل له رسمیاتو پرته د سولې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتووالی لري.

حامد کرزي چې د ملي مصالحې عالي شورا په لومړنۍ ناسته کې یې خبرې کولې وویل، روانه جګړه افغان وژنه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

کرزي غوښتنه وکړه، چې د ملي مصالحې عالي شورا په ترکیب کې دې یوشمېر نور سیاسي مشران هم چې د سولې لپاره یې هڅې کړې، شامل شي.

خو د غونډې بل ویناوال، محمد یونس قانوني پر ولسمشر غني او عبدالله عبدالله غږ وکړ چې د سولې بهیر د دوو پخوانیو ټاکنیزو ټیمونو له دایرې وباسي او دغه بهیر ته د یوې ملي وجیبي په سترگه وګوري.

د ښاغلي قانوني په وینا سوله په ولس پورې اړه لري او یوه ملي وجیبه ده.

یونس قانوني همداشان د مصالحې عالي شورا ته د بشپړ واک پر ورکړې ټینګار وکړ.

هغه وویل د تصویر او پریکړې ځای باید یو وي او که داسې ونه شي، نو دوی به خپله پریکړه وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement