پوسټ کوډ 206008
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139914:34

امریکا افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دونیم زرو ته د خپلو سرتېرو د شمېر له راکمولو وروسته په دې هېواد کې دوه لویې پوځي اډې ساتي.

#دا_خبره_د_امریکا د پوځ لوی درستیز #جنرال_مارک_میلې_پرون د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ له خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه.

هغه ونه ویل چې دا دوه کومې لویې اډې دي چې امریکایي په افغانستان کې ساتي او نه یې هم په دې اړه چې له دې هېواده د دوه زره امریکایي سرتېرو په وتلو سره به کومي پوځي وړتیاوې کمې شي څه وویل، خو زیاته یې کړه چې دا چې وروسته به څه پېښېږي دا به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر #جو_بایډن په ادارې پورې تړلې وي.

میلي دغه راز وویل چې #متحده_ایالات به د سپوژمکیو یا سټلایټونو یو شمېر اډې هم په دې هېواد کې وساتي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې له مخې د را روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر نیمایي به په افغانستان کې د څلور نیم زرو امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته راکم شي.

خو جنرال میلي وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې دوو اساسي ماموریتونو ته چې یو یې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش او #القاعده په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي، دوام ورکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement