پوسټ کوډ 206007
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139914:30

دفاع وزارت: کندهار کې ۸۵ طالب وسله‌وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د کندهار ژېړۍ، ډنډ او معروف ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل خو زياتو چې دغه بريدونه يادې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې په اوښتو سره په شا وتمبول شول.

#ملي_دفاع_وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د يادو بريدونو پر وړاندې #د_امنيتي-او_دفاعي ځواکونو ځوابي اقدام په ترڅ کې د هوايي ځواک په ملتيا ۸۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ويلي شوي چې د يادو بريدونو پرمهال د طالبانو دوه عرادې موټر، دوه موټرسايکل او د دې ډلې زياته اندازه مهمات هم له منځه وړل شوي دي. وسله‌والو طالبانو بيا د ملي دفاع وزارت دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ملي دفاع وزارت داسې مهال په کندهار کې د سلګونه طالب وسله‌والو د وژلو ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د جګړې زياتوالي دوام پيدا کړی او افغان حکومت تور پورې کوي چې وسله‌وال #طالبان د سولې پر مذاکراتو د تمرکز پر ځای پر جګړې تمرکز کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement