پوسټ کوډ 206006
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139914:25
- 0 څرګندونه
- چاپ
کابل کې د شطرنج انتخاباتي سیالۍ پیل شوي

په کابل کې تېره ورځ د شطرنج انتخاباتي سیالۍ پیل شوي دي.
د افغانستان #د_ملي_المپیک_کمېټې_وايي، دا سیالۍ تېره ورځ ناوخته پیل شوي دي چې یوه اوونۍ دوام کوي.
د دې کمېټې ویاند عارف پیمان نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې له ۲۸ ولایتونو شااوخوا ۳۰۰ د شطرنج لوبغاړو ګډون کړی.
ښاغلی پیمان زیاتوي چې دغه سیالۍ د شطرنج ملي ټیم لپاره غوره څېرو معرفي کېدو په هدف جوړې شوي دي.
#شطرنج چې په نړیواله کچه د ذهني ورزش لپاره مهمه لوبه بلل کېږي بې شمېره مینه وال لري، افغانستان هم په دې برخه کې ملي لوبغاړي لري او وخت ناوخته د سیمې په کچه او نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.