- 0 څرګندونه
- چاپ
د سوداګرۍ او صنعت وزارت: پاکستان سره ستونزې لاهم نه دي هوارې شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لا هم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي.
#د_سوداګرۍ_او_صنایعو وزارت ویاند فواد احمدي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لېرې کړي.
دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.
د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
افغانستان او #پاکستان د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو افغان چارواکي هیله من دي چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارډه ډالرو پر ارزښت وه.