پوسټ کوډ 206000
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139914:09

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۷۶ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۹ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۳۷۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۷۶ پایلې یې مثبتې وې.

#د_کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، کندوز، بغلان، پروان، نیمروز، میدان‌وردګ، هلمند، لغمان، خوست، زابل، سمنګان، فاریاب و ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۲۵۶ تنو ته ورسېد.   

#د_عامې_روغتیا_وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۷۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۳۰۲ تنو ته ورسېد.        

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۸۴۱ تنو ته ورسېد. 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement