- 0 څرګندونه
- چاپ
پمپیو: تمه ده چې دوحه کې مذاکراتي لوري اوس پر اوربند هوکړه وکړي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان حکومت او وسلهالو طالبانو مرکچي پلاويو له لوري په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هر کلی کړی او هيله يې څرګنده کړې چې اوس دې دواړه غاړې په سراسري اوربند هم هوکړه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، امریکا د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه زياته شوې: «قطر کې د افغانستان حکومت او د طالبانو استازو ترمنځ مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو کمېدو او دایمي اوربند سبب شي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزير دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په دوحه کې د بینالافغاني خبرو تر پیل څو میاشتې وروسته دواړو لوریو پرون چهارشنبه خبر ورکړ چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې هوکړې ته رسېدلي دي. د افغان حکومت او طالبانو د استازیو ترمنځ دا پرېکړه په کور دننه او بهر له هرکلي سره مخ شوې ده.