- 0 څرګندونه
- چاپ
ملي امنیت د حقاني شبکې یو کس نیولی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت ځواکونو د حقاني شبکې یو کس چې څه موده وړاندې افغان حکومت د طالبانو په پنځه زره کسیز لېست کې له زندانه ازد کړی و، بیا یې غوښتل کابل کې برید ترسره کړي نیولی دی.
د ولسمشر لومړي مرسیتال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ملي امنیت ځواکونو د شیراحمد په نامه یو کس چې په حقاني شبکې پورې تړلی او غوښتل یې کابل کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي نیولی دی.
نوموړي ویلي، دغه کس څه موده وړاندې د افغان حکومت له زندانونو د طالبانو په پنځه زره کسیز لېست کې ازاد شوی و خو بیا یې جګړې ته مخه کړې او غوښتل یې کابل ښار کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
هغه دغه راز له ملي امنیت ریاسته مننه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه وسلهوال نیولي دي.
وروسته تر هغه چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل په موخه د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل په هېواد کې د جګړې میدان نور هم ګرم شو او له مذاکراتو سره هممهال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مرګژوبلې خبرونه راځي.